Pashto poetry Saqi - پشتو شعرونه ساقی

pashto poetry Saqi sala bandawe da mekade war la khud e bande kare na de da toobe waar.

ساقي څه له بندوې د ميکدې ور

لا خو خدای بند کړی نه دی د توبې ور


د زړګي ناقراري مې د لیدو ده

 درزوي مې څه بې واره د سينې ور

Pashto poetry Saqi - پشتو شعرونه ساقی
Pashto poetry Saqi - پشتو شعرونه ساقی

چی ګلچین را باندې سیل د ګولو بند کړ

راته خلاص کړو د خیالونو ګلکدی ور


بدلیدونکي ده دنیا ذاهده ټوله

کلک کړه ځان پسې راپورې د کوټې ور


په کوڅه کې دې دربان ته څه حاجت وو 

زه دې هسې هم ساتمه د کوڅې ور


د اسرار په زړه کې راشي جوړ ته راغلي

چی هوا چرته رالرې کړي د شپې ور


کوئی تبصرے نہیں

تقویت یافتہ بذریعہ Blogger.