gilaman wazir poetry in text - گیلامن وزیر پشتو شعرونه
Gilaman wazir poetry in text - گیلامن وزیر پشتو ;شعرونه
ستا په بېلتون دومره غمجن يمه چې حد نه لري
په غمجن زړه داسې خوږمن يمه چې حد نه لري
په کرغېړنو او اغزنو کرښو بیله یاره
دومره دې تږی د دیدن يمه چې حد نه لري
gilaman wazir poetry in text - گیلامن وزیر پشتو شعرونه |
کله ترهګر شمه او کله مهاجر او
دومره ذلیل په خپل وطن یمه چی حد نه
د پښتنو په قتل عام خاموش ملک او ملا
له تاسې دومره ګیله من یمه چې حد نه لري
که يې په مينه کې په دار هم شم پروا نه لري په پښتون قام داسې مئين يمه چې حد نه لري
د باچا خان امر ماتيږي کنه خدای ګواه دی
نور دومره تنګ له دې دښمن يمه چې حد نه لري
د پښتنو حيا لوټيږي او زه چپ خوله ناست یم
زه گیله من دومره دارن يمه چې حد نه لري
Post a Comment