pashto sherona sad - پشتوشعرنہ

pashto sherona sad - پشتوشعرنہ

غنى و خور داسې غم

نه دارو لری نه دم


كل جهان دے سترګې سترګې

نشته سترګې د صنم


خلق وئی اختر اختر دے

ما ته ښکاری محرم

pashto sherona sad - پشتو شعرونه
pashto sherona sad - پشتو شعرونه

چار چاپېره ساز او شرنگ دے

ما له سوز، ژړا او غم


چې ژوندون په کمېدو شو 

شو ھر څیز ورسره كم


د شهوت نه وحشت لاړو

د نیکی سرور شو کم


د ګناه نه مزه لاړه

پیکه خله شوه د صنم


نه په بام دلیلی مست شوم

نه سایه کښي دحرم


خلق وئی اختر اختر دے

ما ته ښکاری محرم


اختر غنۍ خان

کوئی تبصرے نہیں

تقویت یافتہ بذریعہ Blogger.