Pashto sherona shayari

Pashto sherona shayari


هر څه د رب او همه د رب

زه يو ما ښام له راغلی یم


باغ او انګور میخانه دیار

زه خو يو ما ښام له راغلی یم

Pashto sherona shayari
Pashto sherona shayari


مینه مستی او خمار د بل

رقص او خندا او سینګار د بل


ګل او نرګس او ګلزار د بل

زه ئې تش دیدار له راغلی یم


زه د لولکې وړې په شان

ګل او غوټی او بهار ګورم


زه لکه شمع بلیږمه

نیست او مستی د دلدار ګورم


لوے سمندر د مستى له ما

څاڅکی د رنګ راوړے دے


زه پرې د نمر رڼا لټوم

ما هم مشال بل کړے دے


هر څه د رب او همه د رب

زه يو ما ښام له راغلی یم


باغ او انګور میخانه دیار

زه خو يو جام له راغلی یم


 "غنی خان بابا "ژوند"


کوئی تبصرے نہیں

تقویت یافتہ بذریعہ Blogger.