Pashto sherona photo غنی خان
Pashto sherona photo غنی خان
نه مې پلارشته نه مې مور
واړه خونه مي تالا
نه زماپه غم څوک پوه شو
نه زما په واويلا
![]() |
Pashto sherona photo |
دا چې ما ده کومه کړې
څوک دی بچ له دې ګناه ؟
دا ګناه ده د فطرت
دا ګناه نه ده زما
خویوکس همه دنیا کښې
دې هم پلار هم مور زما
تل زما د غمه ژاړی
سودائی مې ده سودا
نصیحت یه پسته ژبه
شکایت هم په خندا
وار خطا لكه د مور شی
یه پوټی سختی زماۍ
پاکیزه لکه سپوږمی
ده
د همه خوږو خوږه
به شائست د جنت خوره
په خویونو فرشته
ما په خپله مینه پټ کړی
له غمونو د دنیا
د جنت د رنګه زیات
دے رنګین دلبر زما
که دنیا کښې وحدت نه وی
ما ليدلي ده چینه
د الله د نقش کمال دے
مخ زما د دلربا
Post a Comment