Pashto Poetry ghazal
خون به مې واخلي قاتلاني به شي
زلفې دې مه سموه، وراني به شي
Pashto Poetry ghazal
په آينه کې سترګې مه توروه
ځان ته به وګوري هيراني به شي
Pashto Poetry ghazal پشتو شعرونہ |
زموز وعدې د ښکلو څڼې نه دې
چی رنګ به واړوي ارزاني به شي
ستا د ښائست تخم به نه ورکوي
د زړونو زمکې دي وداني به شي
د محبت خواري دي هيره مه شه
لاری که ګرانی دي آساني به شي
بلا دى واخلم زلفي مه خوروه
بلا به واخلي بلاګاني به شي
د تورو سترګو دروغژنی قیصی
صابره مه سپینوه ګراني به شي
Post a Comment