Pashto Ghairat poetry - پشتو غیرتی شعرونه
Pashto Ghairat poetry - پشتو غیرتی شعرونه
ای خدایه عقل راکړه ای خدایه پویه را
زړګی مضبوط راکړه او سینه لویه را
سترګې د نمر راکړه رحم د ځان را
بیا ټول غمونه دې د دی جهان را
Pashto Ghairat poetry - پشتو غیرتی شعرونه |
ما ته ئې په سر کړه ځار درنه شمه
زه به ئې وړمه - زه به ئې وړمه
یار بهادر راکړه که همت نه راکوي
غیرتی و رور راکړه که غیرت نه راکوي
د سکندر بخت را، د دارا خیال را
مټ د خالد کښې توره هلال را
اسلام دې پرېږده ما ته ځار درنه شمه
زه به ئې ګټمه - زه به ئې ګټمه
د شپې خېمه کښې، د عشق شراب را
پاک مل د لاري، لکه ګلاب را
د سپوږمۍ نور راکړه، لوبو کولو له
د بوډی ټال راكړه، جوټو وهلو له
جهان دې پرېږده، ځار درنه شمه
جنت به ئې کړمه - جنت به ئې کړمه
Post a Comment