Janan pashto poetry love
Janan pashto poetry love
شرابي سترګي كلابي رنګونه
ما ليوني كړي، ليوني رنګونه
ستا د جبين رڼا ته و پسخېدل
د ښاېستونو د سپرلي رنګونه
Janan pashto poetry love |
په جنتونو مېن څه پېژني
ستا د کوڅې مازيگري رنگونه
د جانان سترګې د نظره مه شه
په هر پرهر مې دوروي رنګونه
د خورو زلفو سیوری مه خوروه
د خوشبویو نه شي خالي رنګونه
زه ترینه چېرې بې نشې نه شومه
زما ساقي ما له ساتي رنګونه
سترګې مې ووځه خو ونه وينمه
د خپل جانان په مخ پردي رنګونه
صاحب شاه صابر
Post a Comment