Janan Pashto Poetry text

 Janan Pashto Poetry text;


ماته د ستا د قسمونو پته ولګيده 

بس دے قاضي د ايمانونو پته ولګيده


امامه ستا قاتل په تا پسې تکبیر تيراوي 

که تاته روستو د صفونو پته ولګيده

Janan Pashto Poetry text
Janan Pashto Poetry text


دښمن مړ شوے دے لا اوس هم په ما ډزې کيږي 

بس د ملګرو د نيتونو پته ولګيده 


ما چې د راز خبره وکړله رنګونه زيړ شول

د ناستو خلکو د مخونو پته ولګيده 


ارمان ارمان نقيب ارمان او ريحانزيب هم ارمان

د دغه وطن د انصافونو پته ولګيده 


له پښتونخواه نه مرغۍ لاړلې سازونه ورک شول

لکه چې دوي ته د جنګونو پته ولګيده


تا هم د لور ولور خوړلي دي استغفرالله 

حاجي صيب اوس دې د لمونځونو پته ولګيده 


ما چې د ځنو رواجونو معنې وکتلا 

ماته زما د ارمانونو پته ولګيده 


ايازوزيره شايد نورې هتکړۍ جوړې شي

هغوي ته اوس د غورځنګونو پته ولګيده

کوئی تبصرے نہیں

تقویت یافتہ بذریعہ Blogger.