Ghani Khan short Poetry

Ghani Khan short Poetry;

د ساقی لاس کښې شراب دی

د خندا دی که د غم دی


چې د سوز او که د ساز دۍ 

د مستی که د ماتم دۍ

Ghani Khan short Poetry
Ghani Khan short Poetry


ساقی سترګې مهربانې خورې کړی په ستم دی

د ساقی شونډو مدهوشو کښې خيالونه د کرم دی


دا تپوس زما نه مه کوه

چې دا ډیر دی او که کم دی


دا نشه هم د صنم ده

مستانه هم د صنم دی


زه ئې څښمه ستا په نوم

د ژوندون که د عدم دی


جام په سر سر په سجده يم

يو قطره د خمار غواړم


د دلدار وصال به کېږی

زه تش خيال د دلدار غواړم

کوئی تبصرے نہیں

تقویت یافتہ بذریعہ Blogger.