Ghani Khan Poetry about love
Ghani Khan Poetry about love;
درد می اسویلی کړه بیا که ځی نو ځه
ځان ته مې لوګی کړه بیا که ځی نو ځه
ته او بیا راتله په عقل ګرانه ده
نن مې لیونی کړه بیا که ځی نو ځه
Ghani Khan Poetry about love |
ووايه رښتیا که خپلیدی نه شو
خیر دی ما پردی کړه بیا که ځی نو ځه
سترګو له مې لږ غوندې خوب راوله
ورکی شوګيرې کړه بیا که ځې نو ځه
شپه ده شوګيره ده څه معلومه ده
ډکی پیمانی کره بیا که ځی نو ځه
مينه څه ده؟ ګله زه او ته څه یو
پوه مې لږ په دې کړه بیا که ځی نو ځه
کښېنه د صابر په خوا کې کښېنه لږ
ورکی ئی ګیلی کړه بیا که ځی نو ځه
Post a Comment